خلیلزاد نن سه شنبه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د یوه ولایت په مرکز کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکول د منلو نه دي او دا کار کولی شي د سولې مخالفینو سره مرسته وکړي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د جګړې ټول اړخونه باید تاوتریخوالی کم کړي.
هغه همداشان ویلي چې د دوی او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون ۱۳۵ ورځې تیرې شوي اودوی هڅه کوي چې د هوکړې سره سم افغانستان کې سرتیري کم کړي او له پنځو پوځي اډو ووځي.
خلیلزاد ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون وروسته، هیڅ امریکايی سرتیري په افغانستان کې د طالبانو له لوري نه دی وژل شوی.
خلیلزاد ویلي د دوی او طالبانو د هوکړې دویم به د شرایطو پر اساس پرمخ ځي.
دا څرګندونې له هغه وروسته کیږي چې د وسله والو طالبانو یوې ډلې پرون دوشنبه د سمنګان ولایت مرکز کې د ملي امنیت پر ریاست برید وکړ.
په دې پيښه کې ۱۱ تنه ووژل شول او تر ۶۰ زیات پکې ټپیان شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس