د دې رسنۍ د خبر له مخې، نوموړی په يوه غيرجنګي پېښه کې وژل شوی دی. د دې جزياتو له مخې دغه سرتېری جوزف ټرېنټ نومېږي، کندهار کې مړ شوی او ۲۴ کاله عمر لري.
له هغه وروسته چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړهليک لاسليک شو، امريکايي سرتېري په افغانستان کې له جګړهييز حالته وتلي او طالبان پرې بريد نه کوي. دغه راز دوی هم تر يو شمېر ځانګړو مواردو پرته پر طالبانو بريدونه نه کوي، خو د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو تر منځ جګړه په شدت دوام لري او هره ورځ دواړو خواوو درنه مرګژوبله اوړي.