دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 214495
امريکا پاکستان د هوايي شرکتونو د خونديتوب برخه کې دويمې درجې ته راټيټ کړ
د امريکا متحده ايالاتو په یوه تازه ګام کې د پاکستاني هوايي شرکتونو د خونديتوب درجه راټيته کړه.
دا ګام له هغه وروسته اخيستل کېږي چې دې هېواد تر دې وړاندې د پاکستاني پيلوټانو له لوري د اسنادو د جعل‌کاريو له کبله د پي ای اې شرکت پر پروازو بنديز ولګاوه.
تر دې وړاندې د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو هم د پاکستان د پي ای اې په شرکت بنديزونه ولګول.
پاکستان تر دې مهاله په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.
د ګڼو هېوادونو له لوري دا پرېکړې له هغه وروسته نيول کېږي چې په پاکستان کې درېيمه الوتکه هم ولوېده او له هغه وروسته د پاکستان پارلمان اړ شو تر څو د پيلوټانو اسناد و ارزوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcaoynum49n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته