کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امريکا پاکستان د هوايي شرکتونو د خونديتوب برخه کې دويمې درجې ته راټيټ کړ

د صدای افغان خبری آژانس , 24 سرطان 1399 ساعت 10:20

د امريکا متحده ايالاتو په یوه تازه ګام کې د پاکستاني هوايي شرکتونو د خونديتوب درجه راټيته کړه.


دا ګام له هغه وروسته اخيستل کېږي چې دې هېواد تر دې وړاندې د پاکستاني پيلوټانو له لوري د اسنادو د جعل‌کاريو له کبله د پي ای اې شرکت پر پروازو بنديز ولګاوه.
تر دې وړاندې د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو هم د پاکستان د پي ای اې په شرکت بنديزونه ولګول.
پاکستان تر دې مهاله په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.
د ګڼو هېوادونو له لوري دا پرېکړې له هغه وروسته نيول کېږي چې په پاکستان کې درېيمه الوتکه هم ولوېده او له هغه وروسته د پاکستان پارلمان اړ شو تر څو د پيلوټانو اسناد و ارزوي.


د مطلب کود: 214495

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214495/امريکا-پاکستان-د-هوايي-شرکتونو-خونديتوب-برخه-کې-دويمې-درجې-ته-راټيټ-کړ

آوا
  https://www.avapress.com