دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 214498
وسله والو فاریاب کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي درې کسان یې وژلي دي
د فاریاب ځایي چارواکي وایي طالبانو پرون د دغه ولایت په مرکز کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي، درې تنه ملکیان یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند، کریم یورش یک تلویزیون ته وویل چې دا پيښه پرون دوشنبه د مرکز اړوند بي بي آیینه سیمه کې د ماښام لمانځه پرمهال شوې ده.
د یورش په وینا طالبان له سیمې تر تښتیدو وروسته د امنیتي ځواکونو له یوې پوستې سره مخ شول او دوه تنه وسله وال پکې ټپیان شول.
بله خوا، د دغه ولایت په امنیه قومندانۍ کې یوې بلې امنیتي سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې دې پيښه کې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د سرچینې په وینا په وژل شوو کسانو کې د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان عبدالستار د هغه ورور او زوی هم شامل دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdno0xjyt0fo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته