کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

واشنګټن کې د افغان سفارت د دېوال بیا رغونه; بهرنیو چارو وزارت د فساد ادعا رد کړه

د صدای افغان خبری آژانس , 24 سرطان 1399 ساعت 11:45

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په امریکا کې د افغان سفارت دېوال رغولو کې د اداري فساد په تړاو رپوټونه رد کړل.




دغه وزارت یوه خبرپانه کې وايي، د روڼتیا خوندي کولو او د حساب ور کولو اصل په پام کې نیولو لپاره ژمن دي، چې د پروژې اړوند ټول سندونه د هر اړخیزې څېړنې لپاره لویې څارنوالۍ او د پلټنې سترې ادارې ته وسپاري.
واشنګټن کې د افغانستان سفارت هم د پژواک خبري اژانس دا رپوټ رد کړی چې وايي، د دې سفارت دېوال جوړولو کې فساد شوی دی.
دا سفارت وايي، د دېوال لپاره ځانګړې شوې پیسې یوازې د یوه دېوال نه بلکې د سفارت د دریو دېوالونو پر جوړولو او رغولو لګول شوې دي.
وړمه ورځ پژوک خبري اژانس یوه څېړنیز رپوټ کې دعوه وکړه چې امریکا کې د افغانستان سفارت د ۷۰ متره دېوال رغولو ته د یوه شرکت ۸۸ زره ډالري وړاندیز رد کړی او دا کار یې د بلې کمپنۍ له لارې د یو میلیون اته لکه، ۲۵ زره ۸۳۹ ډالرو سره کړی دی.
د دې خبري اژانس رپوټ زیاتوي، افغان سفارت د دې دېوال جوړولو ته یو میلیون پنځه لکه او ۸۶ زره ډالر، د ارزولو لپاره یې ۱۲ زره ۷۵۰ ډالر او د خاورې ازمویلو ته ۲۱ زره ۲۵۰ ډالر، د تخنیکي سلاکارۍ لپاره ۶۴ زره ۸۳۹ ډالر او د تړون او تخنیکي سلاکارۍ لپاره یو لک پنځوس زره ډالر لګولي دي.
خو واشنګټن کې افغان سفارت د خبرپاڼې خپرولو سره وايي، دا پیسې یواځې پر یو دېوال لګول شوې نه دي، بلکې درې دېوالونه دي، چې څنګلورې ودانۍ پرې تکیا دي او هم د سفارت تخریب شوې ودانۍ او ګاونډ کې کور دی.


د مطلب کود: 214509

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214509/واشنګټن-کې-د-افغان-سفارت-دېوال-بیا-رغونه-بهرنیو-چارو-وزارت-فساد-ادعا-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com