کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هستي ګل عابد له دندې ګوښه شو

د صدای افغان خبری آژانس , 24 سرطان 1399 ساعت 11:52

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د غازي امان الله خان په لېسټ اې سیالیو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او نورو سرغړونو له امله له دندې ګوښه شوی دی



 هستي ګل عابد د کرکټ د ملي لوبډلې د روزونکي او د کورني کرکټ د مسول په توګه پاتې شوی او په دې اداره کې یې ورته نورې دندې هم ترسره کړې دي. د کرکټ بورډ د خبرپاڼې پر اساس، د هغه د ګوښه کېدو پرېکړه د بشري سرچینو د اصولو له مخې شوې ده. بلخوا، هستي ګل عابد پر ده لګول شوي تورونه رد کړي او زیاته کړې یې ده چې دا اداره له ګڼو ستونزو سره مخ ده.


د مطلب کود: 214520

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214520/هستي-ګل-عابد-له-دندې-ګوښه-شو

آوا
  https://www.avapress.com