کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روغتیا سازمان د کورونا په مخنیوي کې خلک په بې‌غورۍ تورنوي

24 سرطان 1399 ساعت 11:11

د یاد سازمان مشر ټېډروس اډانوم پرون په جنیوا کې یوې خبرې ناستې ته وویل، یو شمېر هېوادونه هغه تګلارې نه عملي کوي چې د کورونا په مهارولو کې خورا ګټورې ثابتې شوې او له همدې کبله هلته پر دې وبا ډېر کسان اخته شوي دي.




دغه سازمان داسې مهال اندېښنه څرګندوي چې په ټوله نړۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۱۳ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان ترې وژل شوي دي.
دا سازمان وېره لري چې په اوسنیو شرایطو کې کورونا ویروس د وګړو تر ټولو لوی دښمن دی، خو ځینې هېوادونه او خلک په دې برخه کې بې‌غوري کوي. 


د مطلب کود: 214521

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214521/روغتیا-سازمان-د-کورونا-په-مخنیوي-کې-خلک-بې-غورۍ-تورنوي

آوا
  https://www.avapress.com