کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۲۰۲۰ لومړیو شپږ میاشتو کې ۲۹۵۷ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ـ راپور

24 سرطان 1399 ساعت 12:58

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یوه تازه راپور ښيي چې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې په ۸۸۰ امنیتي پيښو کې ۲۹۵۷ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.


دغه کمیسیون نن سه شنبه جولای ۱۴ ( چنګاښ ۲۴) په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښکیلو غاړو په پوځي عملیاتو کې ۱۲۱۳ تنه وژل شوي او ۱۷۴۴تنه ژوبل شوي دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د راپور له مخې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۱۱ فیصده کموالی راغلی دی.
تیر۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې دغه کمیسیون د ۳۳۳۸ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور ورکړی وو چې د راپور په اساس ۹۷۹ تنه وژل شوي وو او ۲۳۵۹ تنه نور ژوبل شوي وو.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال محمد نعیم نظري خبریالانو سره د دغه راپور د شریکولو پر مهال وویل چې د کمیسیون موندنې ښيي چې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۶ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.
ښاغلي نظري وویل " د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د طالبانو د ډلې له خوا په مجموعي ډول ۱۹۱۲ ملکیانو ته تلفات رسیدلي دي".
د کمیسیون د راپور له مخې د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو د ۴۸.۵ فیصدو تلفاتو مسولیت طالبانو او د ۱۵.۵ فیصدو مسولیت د افغان امنیتي ځواکونو په غاړو اچول شوی دی.
همداشان د دې راپور له مخې د اسلامي دولت یا داعش ډله ۶.۳ فیصده ملکیانو او د نړیوالو ځواکونه د ۲.۳ فیصده ملکي تلفاتو مسول ګڼل شوي دي.
د بشري حقونو د کمیسیون په راپور کې ویل شوي چې سږکال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تیرکال لومړیو شپږو میاشتو پرتله د ماشومانو په مرګ ژوبله کې ۳۳ فیصده او د ښځو په مرګ ژوبله کې صفر اعشاریه پنځه فیصده کموالی راغلی وو.
دا راپور وايي چې د طالبانو د عملیاتو په پایله کې د ملکي تلفاتو کچه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیرکال ۲۰۱۹ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله ۲۴ فیصده کموالی راغلی وو.
د کمیسیون راپور کې ویل شوي چې د تیرکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د طالبانو په عملیاتو کې ۱۹۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه.
د راپور له مخې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو ۳۱ فیصده په هدفي وژنو کې، ۲۶ فیصده د سړک د غاړې او مقناطیسي مایونونو په چاودنو پيښ شوی دی.
همداشان کمیسیون د راپور له مخې ۱۲.۷ فیصده تلفات د توغندیو او درنو وسلو په ډزو کې او ۱۱.۷ فیصده یې په ځانمرګو بریدونو کې پيښ شوي دي.
د دغه راپور له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله په ځمکنیو عملیاتو ،هوايي بمباریو او شپنیو عملیاتو کې په ملکي تلفاتو کې د پام وړ کموالی ښودل شوی دی.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون په راپور کې پر ملکي تاسیساتو او خبریالانو باندې د بریدونو یادونه هم شوې او ویل شوي چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه کمیسیون د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵ پیښې ثبت کړي چې ۴ د خبریالانو د وژلو لس نورو د ټپي کیدو پيښې هم په کې شاملې دي.
کمیسیون په افغانستان د ټولو ښکیلو خواو څخه د ملکي وګړو ژوند خوندیتوب ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې او ویلي دي چې ښکیلې غاړې باید پر ملکي تاسیساتو او د افغان حکومت پر ملکي مامورینو، مرستې رسونې کارکوونکو باندې له بریدونو څخه ډډه وکړي.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سربیره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" هم په افغانستان کې د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب په باب راپورونه خپروي.
تر دا مهاله د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو د بشري حقونو د دغه راپور په اړه تبصره نه ده کړې.


د مطلب کود: 214525

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214525/د-۲۰۲۰-لومړیو-شپږ-میاشتو-کې-۲۹۵۷-ملکي-افغانانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-راپور

آوا
  https://www.avapress.com