د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستيال عبدالصبور قانع نن په کابل کې خبري ناستې ته وويل، زبير چې په عقاب تخار مشهور ونیول شو.
د حبيبه دانش زوی زبير چې په عقاب تخار مشهور و، ونيول شو
د صدای افغان خبری آژانس , 24 سرطان 1399 ساعت 13:18
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستيال عبدالصبور قانع نن په کابل کې خبري ناستې ته وويل، زبير چې په عقاب تخار مشهور ونیول شو.
زبير په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د استازې حبيبې دانش زوی دی. هغه څه وخت وړاندې په کابل کې د وسلې ډزې کړې وې چې په ټولنيزو رسنيو کې له سختو نيوکو سره مخ شو.
دغه راز په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي هغه انځورونه هم لاس په لاس شول چې له ګڼو وسلو سره په يوه خونه کې لیدل کېږي.
د مطلب کود: 214529