د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړي، خو د رسنیو د راپورونو له مخې دواړه لوري ورسته له هغه خبرې کوي، چې تر اوسه هم طالبانو ته د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره د روسیې له لوري د پیسو د ورکړې بحثونه تاوده دي.
له بل لوري امریکا او روسیه داسې مهال د افغانستان په تړاو خبرې کوي چې په دغه هیواد کې لا هم د جګړې میدان ګرم دی او د طالبانو له خوا بریدونه ډېر شوي.