دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 214551
وروسته له هغه چې افغان حکومت او طالبانو لخوا يو د بل سلګونه بنديان خوشې شول، لا هم دغه پروسه جنجالي ده. افغان حکومت ويلي دي، د دوی د شمېرو له مخې تر دې دمه يې د طالبانو ۴۱۱۹ بنديان ازاد کړي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. دغه راز طالبانو هم د افغان حکومت ۷۷۹ سرتېري خوشې کړي دي. خو لا هم دغه پروسه جنجالي ده او تا ويلې او ما ويلې پکې شته. د افغان امنيت شورا وايي، هغه طالب بنديان چې په سختو او لويو جرمونو تورن دي او شمېر ۵۹۲ ته رسيږي نه خوشې کوي. خو طالبانو ويلي که د دوی د ورسپارل شوي نوملړ سره سم بنديان خوشې نه شي، نو هيڅکله به افغان حکومت سره د خبرو مېز ته ور نه شي. که څه هم دواړو خواو د بنديانو د خوشې کولو لړۍ روانه ساتلې ده، خو طالبان لا هم په خپل شرط ټينګ ولاړ دي، هغه چې افغان حکومت يې نه مني.
https://avapress.com/vdcdko0xfyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته