دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 214565
نوموړي پرون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، په سمنګان ولایت کې د ملي امنیت پر ریاست او ښاروالۍ د طالبانو برید وښودله چې په افغانستان کې تاوتریخوالی مخ په ډېرېدو دی او دا کولی شي د افغان سولې اوسنۍ هڅې له خنډ سره مخ کړي.
هغه پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي. ده زیاته کړې، دا چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او که نه، په دې اړه د دوی مشورې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سمنګان د والي عبداللطیف ابراهیمي په وینا، د دغه ولایت د ملي امنیت پر ودانۍ د طالبانو په موتربم او وسله وال برید کې د یوې مېرمنې په ګډون د ملي امنیت ۱۱ کارمندان ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۳ نور پکې ټپیان شول. طالبانو د دغه برید پړه ومنله او افغان سرتیرو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا وکړه. 
https://avapress.com/vdciq5arwt1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته