دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 214573
بلوڅو درې نور پاکستان پوځيان وژلي

د بلوچستان په پنچګور سيمه کې بلوڅو وسله والو درې پاکستاني پوځيان په يو بريد کې وژلي دي.
راپورونه وايي، په دغه بريد کې اته نور پوځيان ژوبل شوي هم دي.
د پاکستان پوځ ويلي دي، دا بريد د پنچګور په ګيچک سيمه کې شوی دی، چې د ژوبل پوځيانو روغتيايي هم ښه نه دی.
د بلوچستان ازادۍ جبهې په نوم ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی او وايي، د پوځ پنځه ګاډي یې په نښه کړي وو.
https://avapress.com/vdchqknix23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته