کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زابل د علماوو شورا رییس: والي د علماوو په منځ کې نفاق راولي

25 سرطان 1399 ساعت 11:15

د زابل د علماوو شورا رییس د دغه  ولایت پر والي تور پوري کوي، چې د دیني عالمانو تر منځ نفاق اچولو لپاره هڅې کوي.
هغه همدا ډول ادعا کوي، چې په ناقانونه توګه یې له دندې ګوښه کړی او هغه کس یې پر ځای ټاکلی، چې له دوی سره د دیني عالمانو په امتیازاتو او حقونو کې فساد ته لاره هواره وي.
روح الله روحي ادعا کوي، چې د زابل والي په ناقانونه توګه له دندې لري کړی او پر ځای یې هغه کس ګمارلی، چې له دوی سره د دیني عالمانو په امتیازاتو او معاشونو کې فساد ته لاره هواره کړي.



هغه همدا ډول ادعا کوي، والي وروسته له هغه له دندې لري کړی، چې ده او ځینو ملګرو یې د دیني عالمانو د هغو امتیازاتو په اړه ځواب وغوښت چې د والي له لورې پکې پراخ فساد شوی و.
په همداې حال کې د یادې شورا یو شمېر نور غړي ګواښ کوي چې د والي له لورې نوی ټاکل شوی کس د رییس په توګه نه مني.
خو د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، روح الله روحي په خپله خوښه دنده پرېيښې او کابل ته تللی دی.
هغه وايي، نوموړي له خبلې دندې استعفا کړې او دوی یې پر ځای هغه کس د یادې شورا د رییس په توګه ټاکلی، چې د یادې شورا غړو یې وړاندیز کړی و.

ګل اسلام سیال د علماوو شورا د پخواني رییس هغه تورنه هم رد کړل، چې ګواکي والي د دیني عالمانو تر منځ د نفاق اچولو تر څنګ د هغوی په امتیازاتو کې فساد ته لاره هواروي.


د مطلب کود: 214575

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214575/د-زابل-علماوو-شورا-رییس-والي-په-منځ-کې-نفاق-راولي

آوا
  https://www.avapress.com