دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې له طالبانو سره د دوحې پرېکړې مطابق يې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې پنځه پوځي اډې تخليه کړې، پوځيان يې له افغانستانه بهر شوي او اډې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.
پنټاګون ويلي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۸۵۰۰ امريکايي سرتېري مېشت دي.
په دوحه کې د امريکايي لوري او طالبانو تر منځ د شوي هوکړهليک له مخې ټاکل شوې وه، د هوکړې تر لاسليک وروسته په ۱۴ مياشتو کې د امريکا متحده ايالتونه خپل ټول سرتېري او اړوند کارکوونکي يې له افغانستان ووځي.
د دې هوکړې پر بنسټ امريکايي ځواکونه به د هوکړې تر لاسليک وروسته په ۱۳۵ ورځو کې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته کموي او خپلې ۵ لويې پوځي اډې به تخليه کوي.
د امريکا متحدو ايالتونو او طالبانو د تېر ۱۳۹۸ لمريز کال د کب په لسمه د سولې هوکړهلیک لاسليک کړ.
پر دې بنسټ د هوکړې له لاسليک تر ننه شاوخوا ۱۳۵ ورځې پوره کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس