دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 214586
عبدالرشید دوستم په رسمي توګه د افغانستان مارشال شو
جنرال عبدالرشید دوستم ته په رسمي توګه د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه او نوموړی د افغانستان دریم مارشال شو.
دغو مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله او ځینو سیاسي څېرو ګډون کړی وو.
د ولسمشر غني د دفتر رییس، شاکرګارګر عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې فرمان ولوست.
په فرمان کې راغلي:«د هېواد سیاسي شخصیت عبدالرشید دوستم ته د هېواد کې د سیاسي بندون هواري، ثبات تامین او خدمتونو لپاره د مارشالۍ رتبه اعطا کوم.»
دغو مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس وویل چې افغانستان اوس مهال حساس او خطرناک پړاو کې دی.
ده وویل چې له یوې خوا هېواد کې د سولې لپاره هڅې روانې دي او له بلې خوا د تاوتریخوالیو کچه لوړه شوې ده.
عبدالله عبدالله همداراز زیاته کړه چې د بندیانو تبادلې موضوع به هواره شي او  سولې ته د رسېدو لپاره باید هېڅ پلمه پاتې نشي.
https://avapress.com/vdcbwab50rhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته