دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۹
د مطلب کود : 214597
د آلمان له نوماند سفیر سره د بهرنیو چارو و زارت سرپرست کتنه
کابل – د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر نن په کابل کې د فدرال آلمان جمهوریت له نوماند سفیر ښاغلی اکسل زیدلر سره د پېژندګلوی لېدنه وکړه. ښاغلي زیدلر د دې لېدنې په ترڅ کې د خپل باورلیک یوه کاپي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته وسپارله.
هرنیو چارو وزارت سرپرست د آلمان فدرال جمهوریت نوماند سفیر ته د ښه راغلاست وېیلو او چارو کی د بریالیتوب د هیلی کولو په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخېدا په اړه ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د سفیر د کار په پېلېدو سره به، د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکی لا زیاته پراختیا ومومي. ښاغلي اتمر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر اهمیت باندی ټینګار وکړ او په بیلابیلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لاره کې د جرمنی هیواد د هڅو په خاصه توګه د افغانستان سولې او ټیکاو بهیر کې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالیبانو ترمنځ د خبرو اترو د منځګړیتوب او ښه نیت ستاینه وکړه.
ښاغلی اکسل زیدلر د افغانستان اسلامی جمهوریت او آلمان فدرال جمهوریت ترمنځ د تاریخی اړیکو په ستاینې سره د بهرنیو چارو وزارت او د آلمان سفارت ترمنځ د همکاری روحېې څخه قدردانی وکړه . نوموړي څرګنده کړه چې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال به هڅه وکړي څو د دواړو هېوادونو اړیکی لا غښتلې او پیاوړي سي.
ټاکل شوی د آلمان نوی سفیر خپل باور لیک نن د تشریفاتی مراسمو په  ترڅ کې د افغانستان اسلامی جمهوریت  جمهور ریس محمد اشرف غنی ته وړاندی کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdno0x5yt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته