دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 214602
کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته؛ ۳ سرتېري وژل شوي
د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو له بریده خبر ورکړ، چې پایله کې یې ۳ سرتېرو ژوند بایللی او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو تېره شپه(سې شنبې د چنګاښ په ۲۴مه نېټه) د میوند ولسوالۍ په سوربغل سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
د خبرپاڼې له مخې له بریده وروسته سیمې ته مرستندویه ځواک رسېدلی.
د نښتې په پایله کې د ۱۵ طالبان وسله والو له وژل کېدو او د ۱۰ له ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcawynuu49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته