دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 214610
امریکا کې پوهان د کرونا ضد واکسین له اغېزمنتیا خبر ورکوي
امریکا متحده ایالاتو کې پوهان د کرونا ویروس ضد یوه جوړ شوي واکسین له اغېزمنتیا خبر ورکوي.
دغه واکسین چې د "مُدرنا" په نامه یوه شرکت لخوا جوړ شوی دی، پوهان څرګندوي چې پر ۴۵ کسانو ازمویل شوی او پایله یې هم مثبته ثابته شوې ده.
دوی وايي، واکسین پر داسې کسانو ازمویل شوی دی چې هېڅ ناروغي یې نه درلوده او د بدن ایمني سیستم یې هم غبرګون ښودلی.
د پوهانو به خبره دغه واکسین جانبي غوارض نه لري.
د واکسین له تطبیق وروسته نیمايي داوطلبانو ته خفیفه سردرد، لړزېدل او ستړیا پیدا شوې ده.
"مُدرنا" لومړنی د درملو جوړولو شرکت دی چې د کرونا ویروس ضد واکسین ازموینه یې پر انسانانو پیل کړې ده.
د یاد شرکت لخوا تازه جوړ شوي واکسین د کرونا ویروس مخنیوي لپاره هیلې راټوکولې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjvxe8yuqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته