دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 214618
افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر نژدې ۳۵زرو ته ورسېد
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې ۲۵۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۲ نور ورڅخه مړه شوي دي.
روغتیا وزارت نن چهارشنبه جولای۱۵(چنګاښ۲۵) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۶۸۲ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۲۵۴ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو له مخې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د خته کسانو شمېر ۳۴۹۹۴ تنو ته لوړ شوو.
له یادو پېښو څخه ۷۸ په کابل، ۶ هرات، ۳ کندهار، ۱۰ بلخ، ۱۸ په پکتیا،۲۴ تخار، ۳ ننګرهار،۱۱بادغیس،۹ لوګر،۱۱ بدخشان، ۶۱ دایکندي،۱میدان وردګ،۴ لغمان، او ۱۵ په غور ولایت کې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په څلورو ولایتونو کابل، هرات، ننګرهار او فراه کې د کرونا ویروس له امله ۳۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړوو شوو کسانو شمېر ۱۰۹۴ تنو ته پورته شوو.
د دې ترڅنګ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۰۰۲ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو جوړ شوو کسانو شمېر۲۲۴۵۶ تنو ته پورته شوو.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د چهار شنبې تر غرمې جولای۱۵ (چنګاښ۲۵) پورې ۵۷۸۶۲۷ کسان مړه کړي او څه باندې۱۳ میلیونه نور په اخته شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchzkni623nz-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته