د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په يوه خبري غونډه کې څرګنده کړه، چې د مينیاتورى او د خطاطۍ د هنرونو د پيداېښت ځاى د افغانستان هرات دى .
محمد طاهر زهير: د مينياتورى او خطاطۍ د هنرونو د پيداېښت ځاى افغانستان دى
د صدای افغان خبری آژانس , 25 سرطان 1399 ساعت 15:20
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په يوه خبري غونډه کې څرګنده کړه، چې د مينیاتورى او د خطاطۍ د هنرونو د پيداېښت ځاى د افغانستان هرات دى .
په دې خبري غونډه کې چې د افغانستان لپاره د يونسکو استازى او د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي برخې مسوول هم حاضرو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: چې په دې وروستيو وختو کې ترکيې او ايران اقدام کړى دى چې د مينیاتورۍ اوخطاطۍ هنرونه د خپلو هېوادونو په نامه ثبت کړي. چې دغه موضوع د افغانستان د اندېښنې سبب شوې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له دغو دوو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې زيات دقت وکړي او د دغو دوو هنرونو د پيدايښت ځاى او اسالت ته چې افغانستان دى ، درناوى وکړي.
هغه څرګنده کړه : چې کمال الدين بهزاد د تيموريانو په دوره ، سلطان حسين بايقرا او د امير علي شيرنوايي په دورو کې د مينیاتورى او نقاشي بنسټ اېښودونکى و.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: که چېرې په دغو دوو هنرونو د مالکيت ادعا وشي، د هغه اصلي خاوند افغانستان دى.او په ټولو تاريخي متونو او منابعو کې ليکل شوي دي چې کمال الدين بهزاد د اسلامي مينیاتورى ، انځورګرى او د رنګ اميزى بنسټ اېښودونکى دى .
محمد طاهر زهير زياته کړه: ترکيه او ايران کولاى شي د دغې خبرې په منلو سره چې افغانستان د دغو دوو هنرونو مالکيت اواصالت لري، له موږ سره شريک ووسي . او له يونسکو څخه هم وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه او لازم اقدام وکړي. او دغه دوه هنرونه د افغانستان په نامه اود ايران اوترکيې په شراکت ثبت کړي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د هېواد د فرهنګي ميراثونو او ابدوپه برخه کې د دغه وزارت د کارونو په باب هم معلومات ورکړل او ويې ويل: چې دوه ملموس فرهنګي ميراثونه په يونسکو کې ثبت شوي دي. چې يو د غور د جام څلى اوبله يې د باميانو درې د فرهنګي منظره ، دى .
هغه زياته کړه : چې دغه راز د هېواد دوه ملموس فرهنګي ميراثونه د بابر بڼ او د هرات د جامع جومات هم د نړيوالو ميراثونو د ثبت په بهير کې دى . او رباب جوړول، دلرګيو پرمخ نورستاني کندنکارى، د لرګيو پرمخ کلاسيک کندنکارى او د نستليق خط هم مستند شوى دى.
د مطلب کود: 214624