کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا په بهرنیو زده‌کړیالانو د بندیز پرېکړه بېرته واخیسته

د صدای افغان خبری آژانس , 25 سرطان 1399 ساعت 15:23

د امریکا حکومت له هغې پرېکړې تېر شو چې غوښتل يې د کرونا وایروس له کبله دغه هیواد ته د بهرنیو زده‌کړیالانو پر ورتګ بندیز ولګوي.


هغه مهال په ۱۸ ایالتونو کې ګڼ پېژندل شوي پوهنتونونه او ټولنې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د دې پرېکړې پر وړاندې ودرېدل.
خو له دې اعتراضونو وروسته د جولای په ۱۴مه د امریکا حکومت ومنله چې له خپلې پرېکړې به تېر شي او بېرته به مخکیني حالت ته ستون شي.
د امریکا حکومت تر دې وړاندې ویلي و، هغه بهرني زده‌کړيالان چې د کرونا وایروس له کبله خپلو هیوادونو ته تللي، بېرته امریکا ته د ورتګ اجازه نه لري. دغه راز پرېکړه شوې وه، هغه زده‌کړيالان چې په امریکا کې پاتې دي هغوی ته به وېزې تمدید نه کړي.


د مطلب کود: 214625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214625/امریکا-په-بهرنیو-زده-کړیالانو-د-بندیز-پرېکړه-بېرته-واخیسته

آوا
  https://www.avapress.com