دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 214629
د لوبو نړیوالې محکمې کرام الدین کریم د تل لپاره د فوټبال له فعالیتونو منع کړ
د لوبو نړیوالې محکمې کرام الدین کریم د فوټبال برخه کې د تل لپاره له هر ډول فعالیت نه منع او هغه یې د ۹۴۰ زره یورو جریمې ورکولو باندې محکوم کړ.
د لوبو نړیوالې محکمې ویلي چې کرام الدین کریم د فوټبال ښځینه لوبغاړو اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
کرام الدین کریم په اړه د سه شنبې په ورځ په سویس کې د ورزش عالي محکمې غونډه وکړه، چې په دغې غونډه کې یې د هغه استېناف غوښتنه رد کړه او په نوموړي یې د ورزش برخه کې عمري بندیز ولګاوه.
هغه په ۲۰۱۹ م کال کې د فوټبال ښځينه لوبډلې د لوبغاړو په جنسي ځورونه تورن و، چې بیا له دندې لرې کړل شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcj8xe8huqevmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته