کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوبو نړیوالې محکمې کرام الدین کریم د تل لپاره د فوټبال له فعالیتونو منع کړ

د صدای افغان خبری آژانس , 25 سرطان 1399 ساعت 17:12

د لوبو نړیوالې محکمې کرام الدین کریم د فوټبال برخه کې د تل لپاره له هر ډول فعالیت نه منع او هغه یې د ۹۴۰ زره یورو جریمې ورکولو باندې محکوم کړ.


د لوبو نړیوالې محکمې ویلي چې کرام الدین کریم د فوټبال ښځینه لوبغاړو اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
کرام الدین کریم په اړه د سه شنبې په ورځ په سویس کې د ورزش عالي محکمې غونډه وکړه، چې په دغې غونډه کې یې د هغه استېناف غوښتنه رد کړه او په نوموړي یې د ورزش برخه کې عمري بندیز ولګاوه.
هغه په ۲۰۱۹ م کال کې د فوټبال ښځينه لوبډلې د لوبغاړو په جنسي ځورونه تورن و، چې بیا له دندې لرې کړل شو.


د مطلب کود: 214629

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214629/د-لوبو-نړیوالې-محکمې-کرام-الدین-کریم-تل-لپاره-فوټبال-له-فعالیتونو-منع-کړ

آوا
  https://www.avapress.com