دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۴۷
د مطلب کود : 214648
پنټاګون: امریکايي پوځیان د افغانستان له پنځو پوځي اډو وتلي
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) منلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د توافق له مخې د افغانستان له پنځو پوځي اډو څخه امریکایي پوځيان وتلي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په یوې اعلامیه کې چې د جولای پر ۱۴مه خپره شوې راغلي، د یادې موافقې د ۱۳۵ ورځو په تېرېدو سره د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل ځواکونه ۸،۶۰۰ ته کم کړي دي.
په قطر کې د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه کې د امریکایي ځواکونو د وتلو ترڅنګ د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدل او له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې مخامخ خبرو پیلېدل نورې مهمې برخې دي.
د پنټاګون اعلامیه وایي، امریکایي پوځیانو یادې پنځه پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
د امریکا دفاع وزارت دغه‌راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت مک‌کنزي پرون په ارګ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال هم په دې اړه د امریکا ژمنه تکرار کړه او ویې‌ویل چې متحده ایالات د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي څو دا هېواد یو ځل بیا د ترورېستانو په پټن‌ځای بدل نه‌شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcayynua49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته