دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۲
د مطلب کود : 214651
پر کونړ د بريد وروستي جزيات؛ څلور ملکيان وژل شوي
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ باندې د پاکستاني ځواکونو لخوا د توپ ګوزارونه وشول چې يو شمېر ملکيانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د والي وياند غني مصمم وايي، دا بريدونه پر سرکاڼو ولسوالۍ او اسد اباد وار شوي دي چې څلور ملکيان پکې شهيدان شوي دي.
نوموړی وايي، په دغو بريدونو کې نهه ملکيان ژوبل شوي هم دي.
اخوا ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی نعمت الله کرياب وايي، پر کونړ د بريدونو موضوع يې له کورنۍ، بهرنيو او دفاع وزارتونو سره شريکه کړې، ترڅو جدي ځواب ورکړي.
https://avapress.com/vdcene8wzjh8zpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته