کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر کونړ د بريد وروستي جزيات؛ څلور ملکيان وژل شوي

26 سرطان 1399 ساعت 8:12


د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ باندې د پاکستاني ځواکونو لخوا د توپ ګوزارونه وشول چې يو شمېر ملکيانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د والي وياند غني مصمم وايي، دا بريدونه پر سرکاڼو ولسوالۍ او اسد اباد وار شوي دي چې څلور ملکيان پکې شهيدان شوي دي.
نوموړی وايي، په دغو بريدونو کې نهه ملکيان ژوبل شوي هم دي.
اخوا ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی نعمت الله کرياب وايي، پر کونړ د بريدونو موضوع يې له کورنۍ، بهرنيو او دفاع وزارتونو سره شريکه کړې، ترڅو جدي ځواب ورکړي.


د مطلب کود: 214651

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214651/پر-کونړ-د-بريد-وروستي-جزيات-څلور-ملکيان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com