کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پوځي ناسته؛ د ناوه پر ټيکاو خبرې وشوې

26 سرطان 1399 ساعت 8:14

د هلمند  د ناوې، ګرمسیر او خانشين ولسواليو نظامي او ملکي مسولينو په ناوه ولسوالۍ کي د الحاج فضل الباري فياض په کوربتوب نظامي مجلس رابللی وو.
په دغه ناسته کي د ناوې ولسوالۍ د نظامي او ملکي رهبرۍ ترڅنګ د ګرمسیر ولسوال، امنيه قوماندان، د ملي امنيت مدير، د خانشين ولسوالۍ امنيه قوماندان او ملي اردو قوماندانانو ګډون کړی وو.



د ناوې ولسوال الحاج فضل الباري فياض دغي غونډي ته په وينا کي وويل چي دا درې سره ولسوالۍ پر يوه مسير پرتې دي د امنيت سمون او تحديد يې مشترک دي. نو لازمه ده حد درسرو پراخو سيمو د ډيرو اوسيدونکو له پاره د هوسا ژوند او ډاډمن امنيت هلي ځلي لا قوي کړو.
په دې ناسته کي د درو سرو ولسواليو نظامي او ملکي مسولينو د امنيت پر ډاډمنتيا ژور بحثونه وکړل.


د مطلب کود: 214653

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214653/پوځي-ناسته-د-ناوه-پر-ټيکاو-خبرې-وشوې

آوا
  https://www.avapress.com