دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۶
د مطلب کود : 214654
«چهار شنبه د سرطان د مياشتې پر (۲۵) نيټه باندې د زابل فرصت ښوونيز مرکز په انګړ کې د ځوان علمي کادر روزي محمد زابلي له لوري پر( په افغانستان کې د سياسي ګوندونو پر نتائجو) باندې يې مفصل بحث وړاندې کړ، چې د ګڼو ځوانانو, ښوونکو او د فرصت ښوونيز مرکز زده کوونکو ترڅنګ د زابل د ځوانانو امر، د زابل فرصت ښوونيز مرکز علمي بورډ غړيو شتون درلودی.»

د  زابل فرصت ښوونيز مرکز علمي سيمينارونو له لړۍ څخه اووم سيمينار تر سره شو چې پکې د افغانستان سياسي ګوندونو پر نتايجو بحث وشو.
د فرصت مطبوعاتي دفتر وايي:
«چهار شنبه د سرطان د مياشتې پر (۲۵) نيټه باندې د زابل فرصت ښوونيز مرکز په انګړ کې د ځوان علمي کادر روزي محمد زابلي له لوري پر( په افغانستان کې د سياسي ګوندونو پر نتائجو) باندې يې مفصل بحث وړاندې کړ، چې د ګڼو ځوانانو, ښوونکو او د فرصت ښوونيز مرکز زده کوونکو ترڅنګ د زابل د ځوانانو امر، د زابل فرصت ښوونيز مرکز علمي بورډ غړيو شتون درلودی.»
ياد سيمينار کې د ګوندو د رامينځته کېدا پر عواملو، د ګوندونو پر تعريف او هم د يوه ګډ او ټول افغان شموله افغانيزم مفکورې پر څنګه ايجاد يې مفصل بحث وړانډې کړ، چې د سيمينار وروستۍ برخه د سوال او ځواب وه.
ډيری زده کوونکو او ګڼو ځوانانو د سوال او ځواب په برخه کې د سيمينار اړوند پوښتنې وکړې.
د فرصت مسؤلين وايي، موږ هڅه کوو، چې د ځوان کهول لپاره د ځوانې رهبرۍ پر عامه پوهوونې او علمي زيرمې لوړيدنې کار کوو، تر څو يو علمي لوستی کهول رامينځته شي.
https://avapress.com/vdchmknik23nz-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته