دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۴
د مطلب کود : 214657
د طالبانو پلمې خمتولو لپاره دې د دوی پاتې بندیان خوشې شي
که چیرې بیا هم طالبان پلمې لټوي او جګړې ته دوام ورکوي، بیا به یې پر وړاندې کلکه مبارزه کوي او دا به ثابته کړي چې د مارشالۍ وړتیا لري. دوستم له نړیوالې ټولنې شپږ میاشتې وخت وغوښت، چې په وینا یې کولی شي په دې موده کې طالبان له ماتې سره مخ کړي.

د ملي جنش ګوند مشر، مارشال عبدالرشید دوستم له افغان حکومته وغوښتل چې د طالبانو پاتې بندیان هم ازاد کړي، ترڅو دوی ته د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه ور پاتې نشي.
ښاغلي دوستم دا خبرې نن چهارشنبه په جوزجان کې په هغو مراسمو کې کړي، چې ده ته د مارشالۍ رتبې ورکولو لپاره جوړ شوي وو.
دوستم وویل هیواد کې د جګړې ختمیدو لپاره باید د طالبان ټاکل شوي زندانیان ازاد او بین الافغاني خبرې پیل شي.
هغه وویل که چیرې بیا هم طالبان پلمې لټوي او جګړې ته دوام ورکوي، بیا به یې پر وړاندې کلکه مبارزه کوي او دا به ثابته کړي چې د مارشالۍ وړتیا لري.
دوستم له نړیوالې ټولنې شپږ میاشتې وخت وغوښت، چې په وینا یې کولی شي په دې موده کې طالبان له ماتې سره مخ کړي.
په دې مراسمو کې د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله، د ولسمشر د دفتر رئیس شاکر کارګر او یو شمیر نورو کورنیو او بهرنیو چارواکو ګډون کړی و.
دوستم د حکومت پر مشرانو عبدالله عبدالله او اشرف غني غږ وکړ چې خپل مخالفتونه پای ته ورسوي او ژر تر ژره د کابینې او مصالحې اړوند غړي معرفي کړي.
هغه وویل افغانستان اوس په یو حساس پړاو کې دی او په کار دی چې د لویو کارونو لپاره له کوچنیو مخالفتونو لاس واخیستل شي.
د ده په وینا افغان سیاسي مشران یو موټی نشي او له مخالفتونو لاس وانخلي، نو د دې وضعیت زیاته ګټه به طالبانو ته ورسیږي.
https://avapress.com/vdcamynu049n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته