دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 214663
پاکستاني پوځیانو کونړ کې ۱۴ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د توغندیو برید شوی دی.
د کونړ د پولیسو ویاند، فرید دهقان ویلي د دې برید په پایله کې ۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
دا برید پرون چهارشنبه له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه شوې ده.
د کونړ د ولایتي شورا غړی دین محمد پیلوټ وایي په دې پيښه کې ۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
کونړ کې یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط یک تلویزیون ته وویل چې دې پيښه کې ۹ تنه ملکیان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
افغان امنیتي ځواکونو هم ورته غبرګون ښودلی دی، خو هاخوا مرګ ژوبله نه ده معلومه.
پاکستان کې د افغانستان سفارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې د پاکستان لوری هوکړه وکړه، ترڅو ډزبند تامین او په سیمه کې د دواړو هیوادونو د پوځي مسؤلینو د بیرق لاندې غونډه جوړه شي.
افغان سفارت همداشان ویلي: "دا ډول بریدونه او د دیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د خپلسرو تاسیساتو رامنځ ته کول چې د دواړو هیوادونو تر منځ د کړکیچ لامل ګرځیدلی شي، په هیڅ وجه د افغانستان اسلامي جمهوريت ته د منلو وړ نه دي."
دا لومړی وار نه دی چې پاکستاني پوځیان پر افغان خاورې توغندي وروي او ملکي خلک په نښه کوي، بلکې هر کال په کراتو د داسې پيښې رپوټونه خپاره شوي دي.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه کوم اغیزمن اقدام نه دی کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdch-knix23nz-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته