کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جرمني د سولې بين‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی وښود

د صدای افغان خبری آژانس , 26 سرطان 1399 ساعت 9:22

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، جرمني چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د بين‌الافغاني خبرو کوربه‌توب وکړي.


د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تازه د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنیف اتمر د جرمني د بهرنيو چارو له وزير هایکو ماس سره خبرې کړې دي او ښاغلي ماس په دې تړاو افغان حکومت ته د خپل چمتووالي خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ ماس ټينګار کړی چې که دواړه خواوې حکومت او طالبان موافقه وکړي، دوی چمتو دي د بين الافغاني خبرو کوربه‌توب وکړي.
که څه هم تر دې وړاندې يو شمېر نورو هېوادونو لکه اندونیزیا، ازبکستان، ناروې، چین او روسیې هم د دې خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی ښودلی، خو افغان حکومت او طالبان وايي، ټاکل شوې د دې خبرو لومړی پړاو په دوحه کې ترسره شي.
تر دې مهاله د سولې د بين‌الافغاني خبرو د ترسره کېدو وخت نه دی ټاکل شوی، خو افغان حکومت او طالبانو په تېرو څو مياشتو کې د يو بل ګڼ زندانیان ازاد کړي چې د بين‌الافغاني خبرو تر پيلېدو مخکې مهم شرط ګڼل کېږي.
که څه هم تر دې مهاله هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د ۶۰۰ طالب زندانيانو د ازادېدو پر سر لانجه پر خپل ځای ده، خو پرون د افغانستان د ملي پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په جوزجان کې وويل، دغه ستونزه حلېږي او ډېر ژر به د دواړو خواوو له لوري ټاکلی شمېر زندانیان خوشي شي او د سولې بين‌الافغاني خبرې به پيل شي.


د مطلب کود: 214665

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214665/جرمني-د-سولې-بين-الافغاني-خبرو-کوربه-توب-ته-چمتووالی-وښود

آوا
  https://www.avapress.com