دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 214666
حکومت او طالبانو د يو بل لسګونه زندانیان ازاد کړل
افغان حکومت او طالبانو تېره ورځ هم د يو بل لسګونه زندانیان ازاد کړل.
وسله‌والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د افغان حکومت ۳۰ تنه زندانیان په هلمند ولایت کې له خپلو زندانونو ازاد کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبانو یو ځل بیا د افغان حکومت ۳۰ تنه نور بندیان په هلمند ولایت کې له خپلو زندانونو ازاد کړل چې له ډلې یې ۱۸ تنه پولیس، ۷ تنه سیمه‌ییز پولیس او ۵ تنه سرتېري دي.
بلخوا افغان حکومت هم په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو ۴۰ تنه بندیان خوشي کړي.
ټاکل شوې د طالبانو او د امريکا د متحدو ايالتونو تر منځ د سولې د شوې هوکړې له مخې افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب زندانیان او طالبان هم د افغان حکومت ۱۰۰۰ زندانیان ازاد کړي.
افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له لېست څخه تر دې دمه د وسله‌والو طالبانو ۴۲۳۹ بندیان له خپلو زندانونو ازاد کړي دي، د پاتې زندانیانو له ډلې یې ۶۰۰ هغه بندیان دې چې افغان حکومت یې د نه خوشي کېدو پرېکړه کړې ده.
د دوی په خبره دغه زندانیان په لویو جرمونو کې ښکېل دي او دوی به یې خوشي نه کړي.
بلخوا طالبان بیا د یادو بندیانو پر خوشي کېدو ټینګار کوي او وایي که يې بندیان له لېست سره سم خوشي نه شي جګړې ته به دوام ورکړي او بین الاافغاني مذاکرات به پیل نه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcaiynui49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته