دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 214673
نړیوال بانک: افغانستان کې د فقر کچه په لوړېدو ده
نړیوال بانک وایي، افغانستان کې د کرونا وایروس د خپرېدو او بنديزونو له کبله د فقر کچه په لوړېدو ده.
د دغه بانک په خبره، افغانستان کې به د ۲۰۲۰ کال تر پایه د بې‌وزلو کسانو شمېر نور هم زیات شي.
نړیوال بانک په خپل تازه شپږ میاشتني راپور کې خبرداری ورکړی چې د عوایدو د کمېدو، د خوراکي توکو او نورو د اړتیا وړ توکو په بیو کې لوړوالی به په افغانستان کې د بې‌ورلۍ کچه لوړه کړي.
دغه بانک په خپل شپږ میاشتني اقتصادي راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو ویلي، د کرونا وایروس خپرېدل به د افغانستان اقتصادي پرمختګ ارام کړي.
په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د نړیوال بانک په راپور کې راغلي و، چې د افغانستان ۵۵ سلنه وګړي له فقر سره مخ دي، خو اوس د یادې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې د کرونا وایروس له کبله ښايي د ۲۰۲۰ کال تر پایه افغانستان کې د فقر کچه ۷۲ سلنه ته لوړه شي.
نړیوال بانک دغه راز ویلي، د روان وضعیت د ښه والي لپاره به له افغان حکومت سره پر ځینو لنډمهاله او اوږد مهاله اقتصادي پلانونو کار وکړي تر څو په دغه هیواد کې د فقر د زیاتوالي مخه ونیسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdciy5arpt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته