کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو ۳۰ نور حکومتي بندیان ازاد کړل

26 سرطان 1399 ساعت 10:16

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، د نورو ورځو په څېر پرون په هلمند کې ۳۰ حکومتي عسکر او پولیس د دوی له بند خونو ازاد او د مالي مرستې په ورکولو سره خپلو کورنو ته ولېږل شول.
د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې افغان حکومت هم د هغوی د ۱۸۰ نورو بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړ.



د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپل ټویټرپاڼه ولیکل، افغان حکومت د تېرو څو ورځو په موده کې د هېواد له مختلفو زندانونو۱۸۰ نور طالب بندیان ازاد کړي چې په دې سره د حکومت له بندخونو د خوشي شوو طالب بندیانو شمېر ۴۱۹۹ تنو ته ورسېد.
د واشنګټن او طالبانو د تړون له مخې به افغان حکومت د دې ډلې ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي.


د مطلب کود: 214675

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214675/طالبانو-۳۰-نور-حکومتي-بندیان-ازاد-کړل

آوا
  https://www.avapress.com