دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 214686
هېواد کې د کرونا ویروس ۲۵۴ مثبتې پېښې ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۵۴ مثبتو پېښو په ثبته خبر ورکوي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(چهارشنبې د چنګاښ په ۲۵مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي ښیې، یاده موده کې ۳۲ تنه هم د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۴،۹۹۴ ته رسيږي او همداراز د ټولو مړو شویو کسانو شمېر هم ۱۰۹۴ دی.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس لپاره ۸۱زره او ۹۳۴ نښې کتل شوي، خو اوس هېواد کې د یاد ویروس ۱۱،۴۴۴ پېښې فعالې دي.
د عامې روغتیا وزارت مالومات ښیې چې تر اوسه د هېواد په کچه ۲۲، ۴۵۶ ناروغان له کوویډ ۱۹ ناروغۍ روغ شوي دي.
https://avapress.com/vdcc40qie2bqse8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته