دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 214688
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت(پنټاګون) یوه ویاند، جاناتان هافمن افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له پنځو اډو د امریکايي ځواکونو وتل تایید کړي دي. نوموړي تېره ورځ(سې شنبې د چنګاښ په ۲۴مه نېټه) ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې سرتېري له یادو اډو وتلي دي. هافمن زیاته کړې:«افغانستان کې امریکايي ځواکونه په اوسطه کچه کابو ۸ زره پاتې دي او پنځه اډې چې مخکې له دې د امریکآيي ځواکونو تر واک لاندې وې اوس یې افغان شریکانو ته سپارلې دي.»

هغه ټینګار وکړ چې امریکا به له ترهګرۍ سرد مبارزې، د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکوي:«موږ اړین ځواک او مقامونه د ځان، متحدانو، شریکانو او د امریکا متحده ایالاتو ګټو خوندیتوب لپاره ساتو.»
تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد هم پر ټویټر پاڼه لیکلي وو چې افغانستان کې له پنځو اډو امریکايي ځواکونه وتلي دي.
همداراز یوه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، طلوع نیوز ته وویل هلمند، ارزګان، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې له پنځو اډو امریکايي پوځيان وتلي دي.
دغه چارواکي ويلي وو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې وروسته له یادو اډو سرتېري وتلي دي.
په همدې حال کې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند بیا وايي چې دوی به د داعش او القاعدې ډلو په څېر د ترهګرو ډلو سره د مبارزې ترڅنګ د افغان ځواکونو ملاتړ ته هم دوام ورکړي.
اوس مهال افغانستان کې امریکا متحده ایالاتو د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ او ناټو ۱۲ زرو ته راکم کړی دی.
https://avapress.com/vdceve8wvjh8zpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته