دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 214693
اتمر: د بندیانو خلاصون کې ښه پرمختګ شوی، د بین الافغاني خبرو ځنډولو ته پلمې نشته
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر وایي افغان دولت د بندیانو خلاصون کې د پام وړ پرمختګ کړی او نور طالبانو ته د بین الافغاني خبرو ځنډولو لپاره هیڅ پلمه نه ده پاتې.
حنیف اتمر چې نن پنجشنبه یې کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل چې افغان دولت تر اوسه د طالبانو نږدې ۴۴۰۰ تنه بندیان خوشې کړي او پاتې ۶۰۰ تنه یې چې حکومت یې د خلاصون مخالف دی، جدي ستونزې لري چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې هیڅ قانون یې د خلاصولو اجازه نه ورکوي.
حنیف اتمر وویل افغان دولت له طالبانو وغوښتل چې د پاتې بندیانو پر ځای نوی لیست ور وسپارلي، خو طالبانو له دې کاره ډډه وکړه.
اتمر وویل دولت ژمن دی چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي، خو طالبان یواځې پر نومونو ټینګار کوي.
حنیف اتمر همداشان وویل چې د افغانستان دولت په تیرو لسو ورځو کې د ۳۶ هیوادونو له استازو سره د سولې په تړاو سلامشورې کړي دي.
بهرنیو چارو وزارت یوه اونۍ وړاندې د دوو لویو نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کوربه و.
د اتمر په وینا د سیمې او نړۍ هیوادونو په دې ناستو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمیدو او د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلیدو ټينګار کړی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې غونډو کې د سیمې او اروپا ۱۲ هیوادونو د بین الافغاني خبرو کوربه توب لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د ده په وینا طالبان د بین الافغاني خبرو د نیټې له ټاکلو ډډه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcaoynue49n6i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته