دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 214699
غزني کې د ولسمشر غني په رسېدو سره څو توغندي لګېدلي
غزني ته د ولسمشر په رسېدو سره پر دې ښار څو توغندي لګېدلي دي.
په دغه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال وایي، کم تر کمه درې توغندي په ښار کې د ولایت مقام شااوخوا سیمو کې لګېدلي او یو له ښاره بهر.
په غزني کې د پوځ او روغتون سرچینو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دې توغندیزو بریدونو کې شپږ ملکیان ټپیان شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار غزني ته ولاړ او نوموړی دا مهال هلته له سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره په خبرو بوخت دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغه توغندیز برید مسؤلیت نه‌دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcgyt9xyak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته