دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 214702
کرونا ویروس؛ ۷۶ تازه پېښې ثبت او ۲۱ کسان هم مړه شوي
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۷۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې او ۲۱ تنه هم د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د چنګاښ په ۲۶مه نېټه) یې له رسنیو سره شریک کړي دي، یاده موده کې ۴۲۵ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.
له دې سره هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۱۵ ته ورسید.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس ۳۵ او ۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۱۱ زره ۷۴ فعالې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي د شمېرو له مخې ۲۲زره او ۸۸۱ تنه د کوویډ۱۹ له ناروغۍ روغ شوي دي او د یادې ناروغۍ لپاره د ۸۲ زره او ۳۵۲ کسانو نښې کتل شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbgab55rhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته