دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 214703
ولسي جرګې د فېروزالدین فېروز د ممنوع‌الخروج غوښتنه کړې
ولسي جرګه د کرونا وايروس پر وړاندې د مبارزې بودجه کې د فساد په تړاو د عامې روغتيا د پخواني وزير فېروزالدین فېروز د ممنوع‌الخروج غوښتنه کړې.
د ولسي جرګې نایب منشي حجت الله خردمند نن پنجشنبه ويلي، دغه تصمیم د ولسي جرګې د روغتیا او بدني روزنې کمېټې له خوا نیول شوی.
هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې د غړو تر څېړنو وروسته څرګنده شوه چې د نوموړي د دندې پر مهال د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې په ډېرو ولایتونو کې پراخ فساد شوی او دغه پیسې شخصي جېبونو ته تللې دي.
هغه وایي، د ولسي جرګې د روغتیا او بدني روزنې کمېټې تېره ورځ د روغتیا د پخواني وزیر د ممنوع‌الخروج په اړه خپله غوښتنه اړوندو ارګانونو ته سپارلې ده او له هغوی یې غوښتنه کړې تر څو چې نوموړي د یادو پیسو په اړه وضاحت نه وي ورکړی، بهر ته د تللو اجازه نه لري.
نوموړي دغه راز وویل، د لېږل شوي غوښتنلیک په تړاو تر اوسه ولسي جرګې ته کوم ځواب نه دی راغلی.
فېروز د روان کال غبرګولي میاشتې په ۱۱ له دندې ګوښه شو. هغه د ملي يووالي حکومت په لومړیو کې د روغتیا د وزیر په توګه ټاکل شوی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdccx0qi12bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته