کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګې د فېروزالدین فېروز د ممنوع‌الخروج غوښتنه کړې

د صدای افغان خبری آژانس , 26 سرطان 1399 ساعت 13:40

ولسي جرګه د کرونا وايروس پر وړاندې د مبارزې بودجه کې د فساد په تړاو د عامې روغتيا د پخواني وزير فېروزالدین فېروز د ممنوع‌الخروج غوښتنه کړې.


د ولسي جرګې نایب منشي حجت الله خردمند نن پنجشنبه ويلي، دغه تصمیم د ولسي جرګې د روغتیا او بدني روزنې کمېټې له خوا نیول شوی.
هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې د غړو تر څېړنو وروسته څرګنده شوه چې د نوموړي د دندې پر مهال د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې په ډېرو ولایتونو کې پراخ فساد شوی او دغه پیسې شخصي جېبونو ته تللې دي.
هغه وایي، د ولسي جرګې د روغتیا او بدني روزنې کمېټې تېره ورځ د روغتیا د پخواني وزیر د ممنوع‌الخروج په اړه خپله غوښتنه اړوندو ارګانونو ته سپارلې ده او له هغوی یې غوښتنه کړې تر څو چې نوموړي د یادو پیسو په اړه وضاحت نه وي ورکړی، بهر ته د تللو اجازه نه لري.
نوموړي دغه راز وویل، د لېږل شوي غوښتنلیک په تړاو تر اوسه ولسي جرګې ته کوم ځواب نه دی راغلی.
فېروز د روان کال غبرګولي میاشتې په ۱۱ له دندې ګوښه شو. هغه د ملي يووالي حکومت په لومړیو کې د روغتیا د وزیر په توګه ټاکل شوی و.


د مطلب کود: 214703

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214703/ولسي-جرګې-د-فېروزالدین-فېروز-ممنوع-الخروج-غوښتنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com