کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مکينزي: د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو لپاره باید طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي

د صدای افغان خبری آژانس , 26 سرطان 1399 ساعت 16:01

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان کنیټ مکينزي وایي، که طالبان غواړي چې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي، نو باید بین الاافغاني مذاکرات پيل کړي.


د امریکا د مرکزي قومنداني قومندان جنرال کنیټ مکينزي په تازه څرګندوندو کې ویلي، که طالبان له افغانستان د ټولو امریکایي ځواکونو وتل غواړي، نو باید له دوی سره پر کړې هوکړه عمل وکړي او بین الاافغاني مذاکرات پیل کړي.
هغه زیاته کړې، دا سمه ده چې طالبان په امریکایي ځواکونو بریدونه نه کوي، خو په خبره يې تر بل هر وخت یې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي.
مکينزي دغه راز د طالبانو او القاعده شبکې د اړېکو پر پرې کېدو هم بې باوري ښودلې او زیاته کړې یې ده، دوی غواړي چې له طالبانو ډاډ ترلاسه کړي چې له القاعده شبکې سره یې په بشپړه توګه اړیکې ختمې کړې دي.
د یادولو ده چې دغه امریکایي جنرال څو ورځې وړاندې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي و او په دې کتنه کې یې هغه ته ډاډ ورکړی و چې امریکا د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره تل د افغانستان تر څنګ ولاړه ده.


د مطلب کود: 214716

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214716/مکينزي-د-ټولو-امریکایي-ځواکونو-وتلو-لپاره-باید-طالبان-پر-خپلو-ژمنو-عمل-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com