کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عباس عراقچي په مشرۍ ایراني پلاوي له حنیف اتمر سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس , 26 سرطان 1399 ساعت 16:41

 ایرانی پلاوی هغه پرېکړې وروستۍ کوي چې تهران ته د افغان پلاوي د سفر پرمهال ترسره شوې وې. ټاکل شوې چې ایرانی پلاوی به د اقتصاد، ټرانزیټ او دفاعي کمېټو په ګډه غونډه کې هم برخه واخلي.


د افغان خبری آژانس د خبر له مخی، دواړ لوري به د افغان کارګرانو د استخدام د تنظیم هوکړې د وروستي کېدو او د سرحدي همکاریو ډېرېدو په هدف د سرحدي کمېسارانو د تړون په اړه پرېکړه وکړي.
وزارت همدارنګه څرګندوي چې افغان او ایرانی پلاوی به په ایران کې له افغان کډوالو او کار کوونکو سره د دغه هېواد د سرتیرو د ناوړه چلند په تړاو هم بحثونه وکړي.


د مطلب کود: 214719

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214719/د-عباس-عراقچي-په-مشرۍ-ایراني-پلاوي-له-حنیف-اتمر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com