دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 214721

د کنړ سیمه ییز چارواکي وايي(چهارشنبې د چنګاښ په ۲۵مه نېټه) افغان او پاکستاني پوځیان سرکاڼو ولسوالۍ کې سره ونښتل.
د کنړ ولایتي شورا غړی، دین محمد صافی وايي، نښته وروسته له هغې پيل شوه چې پاکستاني پوځیانو سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو لخوا د پوستې له جوړولو سره مخالفت وکړ.
په همدې حال کې د کونړ د والي ویاند، غني مصمم څرګندوي، پاکستاني پوځیانو له نښتې وروسته د سرکاڼو ولسوالۍ پر مرکز، اسداباد ښار، مرکزي  کونړ باندې د درنو وسلو بریدونه وکړل.
هغه زیاتوي دغو بریدونو کې څلورو ملکي کسانو ژوند لاسه ورکړ او ۹ تنه نور تپيان شول.
https://avapress.com/vdcci0qis2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته