دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 214722
امریکا کې د مهمو څېرو د ټویټر حسابونه هک شول
امریکا متحده ایالاتو کې د سیاسي او مشهورو څېرو د ټویټر حسابونه هک شوي دي چې په ډله کې یې د اپل، اوبر، امازون، شرکتونو مدیر عاملانو او د دغه هېواد پخواني ولسمشر، بارک اوباما او ټاکنو ته د نوماند، جو بایډن حسابونه هم شامل دي. د تسلا موټر جوړونې شرکت مدیر عامل، الون مساک د دغه بهیر لومړنۍ کارن دی چې تېره ورځ یې حساب هک شو او بیا دا لړۍ تر امازون مدیر عامل، بیل ګیټس، د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکي، مایک بلومبرګ، د نیویارک پخواني ښاروال، وارن بافټ او جوبایډن ورسید. هکرانو د یادو کسانو په نامه ټویټونو کې مخاطبانو ته ویلي چې ځانګړو حسابونو ته پیسې ولېږدوي.

له دې پېښې وروسته د ټویټر شرکت سهام بازار کې څلور سلنه راښکته شول.
ورپسې ټویټر اعلان وکړ چې له دې پېښې خبر دی او اوسمهال د هکرانو پېژندګلوي په حال کې دي
د ټویټر مدیر، جک دورسي په دې اړه وویل:«دا زموږ لپاره ټویټر کې بده ورځ وه. موږ ټول وحشتناک احساس لرو چې دا پېښه شوې.»
کارپوهانو د تویتر سایبري امنیت په تړاو د پوښتنو له راپوته کېدو ویلي دي.
تویټر وروسته له دې د هکرانو ټویټونه پاک کړل او فعال یاد حسابونه یې د یوې مودې لپاره وځنډول.
هک شویو حسابونو د څو ساعتونو لپاره د فعالیت امکانات نه درلودل.
https://avapress.com/vdcdxo0xxyt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته