کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جمهوریت روغتون د کورونا ویروس ناروغانو لپاره جوړ شوﺉ مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د صدای افغان خبری آژانس , 26 سرطان 1399 ساعت 16:19

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن د جمهوريت روغتون کې د کووېډ 19 ناروغانو د درملنې مرکز/وارډ پرانیست.


یاد مرکز په پرمختللي طبي تجهیزاتو او د اړتیا وړ روغتیایي وسایلو په درلودو لکه د بېړنۍ، سراپا، عملیات خونه، د ځانګړې پاملرنې او نمونې اخیستلو څانګو په درلودو سره په اساسي او معیاري ډول رامینځته شوی.

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د دې مرکز پرانیستل د کورونا ناروغانو درملنې او پاملرنې لپاره یو ښه ګام وباله. " ویې ویل چې په هېواد کې بشپړ روغتیایي سیستم رامینځته شوی او چمتو دی چې کورونا  ناروغۍ اخته ناروغانو ته روغتیایي خدمتونو وړاندې کړي.

" هغه زیاته کړه: "د کورونا ناروغانو لپاره د جلا روغتونونو جوړولو پرځای، موږ پرېکړه وکړه چې د وزارت له شته سرچینو/ امکاناتو څخه په هر روغتون کې یوه څانګه جوړه کړو، کوم چې نه یواځې د اضافي لګښتونو مخه نیسي؛ سربیره پردې، د کورونا ناروغانو لپاره د درملنې او پاملرنې اندازه په ټولو روغتیایي مرکزونو کې چمتو شوې.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر وویل چې د کورونا ویروس بحران لاهم شتون لري، خلک باید د کورونا ویروس مخنیوي لپاره روغتیایي لارښوونې عملي کړي او په    خلکو یې غږ وکړ چې خپل ماشومان روغتیایي مرکزونو کې واکسین کړي ترڅو د نورو ناروغیو مخه ونیسي.

ډاکټر عثماني وویل: "د روغتیا په سکتور کې اداري فساد سره مبارزه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده، او موږ هڅه کوو چې فاسد خلک وپېژنو او د قانون منګولو ته یې وسپارو.


د مطلب کود: 214723

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214723/د-جمهوریت-روغتون-کورونا-ویروس-ناروغانو-لپاره-جوړ-شوﺉ-مرکز-ګټې-اخیستنې-ته-وسپارل-شو

آوا
  https://www.avapress.com