ښکاره دا اندېښنې وروسته تر دې راپورته کېږي چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراتانو نوماند جوبایډن 'سيبياس' ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، که طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېږي او په پایله کې یې ښځې خپل حقوق او ازادي له لاسه ورکړي، دی بهیې هېڅ ډول مسؤلیت ونهمني.
ښاغلي بایډن په دغې مرکه کې زیاته کړې: "اصلي خبره دا ده کله چې د امریکا یا زموږ د ملګري هېوادونو ملي ګټې په خطر کې شي موږ هلته ځواکونه استوو، خو لکه د پاکستان د ځینو برخو او نورو هېوادونو په څېر زموږ ځواکونه په افغانستان کې هم د یوه سیستم له لارې خپل مأموریت پر مخ وړي، خو کله چې په کوم ځای کې بشري حقونو ته ارزښت نهورکول کېږي، د ځواکونو د استولو لپاره باید موږ د ملګرو ملتونو نظر پهکې واخلو، خو موږ نهشو کولای چې د ټولې نړۍ د ستونزو حل لپاره ځواکونه واستوو."
خو د افغانستان د ولسي جرګې د بشر حقونو، مدني ټولنو او ښځو چارو کمېسیون غړې شینکۍ کړوخېل د جوبایډن څرګندونې د امریکا له هغو ژمنو سره په تضاد کې بولي چې په افغانستان کې یې د پیاوړتیا لپاره مبارزه کوي.
مېرمن کړوخېل وايي: "افغان مېرمنې باید د خپلو مسایلو په اړه خپله له طالبانو سره پر یوه مېز بحث وکړي. له خپل ځان خپله نمایندهګي وکړي، هېڅوک له افغان مېرمنو پرته له دوی استازولي نهشي کولای. له همدې کبله باید د هوکړې له نهايي کېدو وړاندې دا مسایل حلوفصل شي."