دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 214752
د جمهوري ریاست پخواني دوهم مرستیال عبدالرشید دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس د «سیاسي کړکېچ هواري او ثبات د تامین په برخه کې د هغه د کړو خدمتونو په پار» د مارشالۍ رتبې ته ارتقا وکړه.

د جمهوري ریاست پخواني دوهم مرستیال عبدالرشید دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم په اساس د «سیاسي کړکېچ هواري او ثبات د تامین په برخه کې د هغه د کړو خدمتونو په پار» د مارشالۍ رتبې ته ارتقا وکړه.
ښاغلی دوستم په افغانستان کې د ازبک قوم یو له مشهورو نفوذ لرونکو سیاسي ـ پوځي مشرانو څخه دی چې د هیواد د وروستیو څلورو لسیزو پېښو کې مهم او اغېز لرونکی رول درلود.
عبدالرشید دوستم په ۱۹۵۴(۱۳۳۳لمریز کال) کې د جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې په یوه بزګره کورنۍ کې دې دنیا ته سترګې وغړولې.
هغه له ابتداييه ښوونځي څخه تر فراغت وروسته د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېدی چې خپلو زده کړو وته دوام ورکړي او له خپل پلار سره یې بزګرۍ ته اوږه ورکړه.
عبدالرشید دوستم په ۱۹۷۲(۱۳۵۱ لمریز کال) کې د عسکري خدمت لپاره په اردو شامل شو.د سربازۍ د دورې په پوره کولو سره، ښاغلي دوستم په شبرغان ښار کې د تېلو او ګازو د تصفیې د کار کوونکې ډلې د مشر په صفت دنده پیل کړه.
په ۱۹۸۰ لسیزه کې پر افغانستان د پخواني شوري اتحاد د سرو لښکرو تر یرغل او په افغانستان کې تر جګړو پیلېدو وروسته،عبدالرشید دوستم د خواجه دوکوه د سپین ږیرو او قومي مشرانو لخوا د خپلې دفاع لپاره د یوې ۶۰۰ کسیزې ډلې قوماندان وټاکل شو.
تر هغه وروسته ښاغلی دوستم د کومانډو له قطعې سره یو ځای شو او د کومانډو زده کړو د تر لاسه کولو په هدف یې د څه وخت لپاره پخواني شوري اتحاد ته سفر وکړ.
له بیرته را ګرځېدلو وروسته یې د بریدګي پوځي رتبې په لرلو سره د افغانستان په وسله وال پوځ کې شامل شو او د یوې ۵۰ کسیزې ډلکۍ مسؤلیت یې په غاړه واخیست.
په ۱۹۸۰ لسیزه کې د افغانستان د هغه مهال حکومت چې د پخواني شوري اتحاد لخوا یې ملاتړ کېده، عبدالرشید دوستم ته د قهرمان لقب ورکړ او تر هغه وروسته ښاغلی دوستم د ۱۲۰۰ کسیز کنډک قوماندان وټاکل شو.
څه موده وروسته ښاغلی دوستم د خپلو پلویانو په مرسته چې اکثره یې د افغان دولت ملاتړي اوزبک جنګیالي و د ۵۳ فرقې اساس کېښود او د هغه مهال حکومت په ۱۹۸۸(۱۳۶۷ لمریز کال) کې هغه د یادې فرقې د قوماندان په توګه وټاکه.
۵۳ فرقه چې اکثره منسوبین یې،ازبک جنګیالي او قوماندانان وه، په افغانستان کې د هغه مهال د شوري اتحاد ملاتړي حکومتونو لپاره یې په بېلابېلو ولایتونو کې د مجاهدینو سره سختي نښتې وکړې.
عبدالرشید دوستم د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې «حزب سیاسی جنبش ملی اسلامی افغانستان» تاسیس کړ.ښاغلی دوستم چې د د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله حکومت په وورستیو کې له دولت سره اړیکې خرابې شوي وې، په ۱۹۹۹۲ کال د اپرېل پر ۱۸مه د مجاهدینو له حزب سره یو ائتلاف رامنځته کړ او د ډاکټر نجیب الله له حکومت سره چې مجاهدینو ته د انتقال په حال کې و خپلې اړیکې قطعه کړې.
په افغانستان کې د مجاهدینو په مشرۍ د حکومت تر رامنځته کېد او کورنیو جګړو پیلېدو وروسته، ښاغلی دوستم هم د جګړې له یو اړخ څخه وو او د جنبش حزب وسله والو د نورو جهادي تنظیمونو سره د نورو ولایتونو ترڅنګ په کابل کې سختې جګړې وکړې.
د هغه مخالفین ښاغلی دوستم په۱۹۹۰ کال کې د کورنیو جګړو پر مهال د کابل ښار ورانولو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یو د عاملینو څخه بولي.
ښاغلی دوستم د کورنیو جګړو پرمهال د افغانستان په شمال کې له له بدخشان څخه تر بادغیس پورې په نهه ولایتونو کې یوه نیمه خپلواکه اداره رامنځته کړه چې د دغو ولایتونو له ډلې په ځانګړي ډول جوزجان او بلخ نسبي امنیت لرونکي و او د کابل له جګړو څخه بېځایه شوو خلکو هم د خپل سر د خوندیتوب لپاره هلته پناه وړې وه.ښاغلي دوستم د خپل ځان لپاره جلا پیسې چاپولې چې «پول جنبشي» دوستمۍ پیسو باندې مشهورې وې.
په افغانستان کې د مجاهدینو د حکومت په پاشل کېدو او د طالبانو د رژیم په منځته راتلو سره د دوستم تر امر لاندې وسله والو د ۱۹۹۰ لسیزې په دوهمه نیمايي کې له طالبانو سره سختې جګې وکړې.د افغانستان په څو شمالي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو تر پرمختګ وروسته، ښاغلی دوستم ترکیې ته ولاړ او هلته د څه مودې لپاره پاتې شو.
د طالبانو تر ماتې لږ مخکې عبدالرشید دوستم بیرته هیواد ته ستون شوو، او یو ځل بیا یې د ۲۰۰۱ کال په پېښو کې خپل مهم پوځي رول تر سره کړ. د دشت لیلې او قلعه جنګي جګړې له طالبانو سره د جنرال دوستم په مشرۍ د هغه د وسله والو له مشهورو جګړو څخه دي.
د سپټمبر یوولسمې وروسته په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د رژيم پر ضد د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د عملیاتو پیلېدو پرمهال، د دوستم په مشرۍ وسله والو په ځینو شمالي ولایتونو کې د طالبانو سره سختې نښتې تر سره کړې.
ښاغلی دوستم د ۲۰۰۱ کال ډسمبر پر۲۲مه کله چې په بن کنفرانس کې د حامد کرزي په مشرۍ د لنډ مهاله حکومت طرحه وړاندې شوه، د اعتراض په ډول د «ناعادلانه او نامتعادله لنډمهاله دولت» دولت څخه فاصله ونیوله.
د ۲۰۰۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ښاغلی دوستم د یو خپلواک کاندید په توګه په ولسمشریریزو ټاکنو کې ورېدی او تر حامد کرزي، یونس قانوني، او محمد محقق وروسته یې د څلورم بریالي نوماند په توګه شااوخوا ۸۰۰زره رای چې(شااوخوا لس سلنه رای) کېدې ګټلي وې.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۰۸ کال کې ښاغلی دوستم د وسله والو ځواکونو د اعلا سرقوماندان د مرستیال په توګه وټاکه چې تر ډېره یې تشریفاتي رول درلود.
عبدالرشید دوستم د ۲۰۱۴ په ولسمشریزو ټاکنو کې د لومړي مرستیال په صفت د ولسمشر محمد شرف غني سره یو ځای شو. تر هغه وروسته د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره ښاغلی دوستم د څه وخت لپاره د ولسمشر د لومړۍ مرستیال په توګه دنده تر سره کړه.
وروسته تر هغه چې د جنبش اسلامي ګوند یو غړي او پخواني والي احمد ایشچي، عبدالرشید دوستم د هغه په جنسي او فزیکي ځورونې تورن کړ، ښاغلی دوستم د ۱۳۹۶ کال په وري میاشت کې ترکیې ته سفر وکړ او ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشتې تر وروستیو پورې په هغه هیواد کې پاتې شوو.
په افغانستان کې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو کې ښاغلي دوستم، د محمد اشرف غني له سیال ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وکړ.دغه ټاکنې چې د درغلیو تورونه ورباندې کېدل په افغانستان کې د سخت سیاسي کړکېچ رامنځته کېدو لامل شول.
تر هغه وروسته د نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې، دوو مخکښو کاندیدانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله چې دواړو د ولسمشرۍ د لوړې مراسم نیولي و د واک په وېش او د «َټول شموله حکومت» په رامنځته کېدو سره راضي شول او یوه توافقنامه یې لاسلیک کړه.
عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکول د دغه توافقنامې یوه برخه وه چې عبدالله عبدالله یې غوښتنه کړې وه، دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکولو فرمان چې شااوخوا دوې میاشتې مخکې د ولسمشر غني لخوا لاسلیک شوو، د تیرې چهارشنبې په ورځ جولای۱۵(چنګاښ۲۵) د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ښاغلی دوستم تهپه رسمي ډول ورکړل شول.
عبدالرشید دوستم، واده کړی، څلور زامن او څلور لوڼې لري. د هغه یو شمېر زامن سیاسي فعالیت هم کوي. باتور دوستم د عبدالرشید دوستم مشر زوی چې اوس مهال د جبش ګوند مشري هم کوي.
https://avapress.com/vdcgnt9xxak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته